ننګرهار کې له ۲۰۵ سېلاب ځپلو کورنیو سره څه باندې ۲.۱۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۳۳
L

یکشنبه، ۱۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د حصارک او شېرزادو ولسوالیو ۲۰۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲۱۵۲۵۰۰ (دوه میلیونه، یو سل او دوه پنځوس زره او پنځه سوه) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ډنمارک سره صلیب له لوري برابره شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۱۰۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

دغه مرسته د سېلاب ځپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د بشري همدردۍ د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.

افغاني سره میاشت ژمنه ده، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS