افغاني سرې میاشتې سرپل ولایت کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړه!
نن جمعه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د شوال المکرم میاشتې پر ۱۳مه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د سرپل ولایت په مرکز کې ۳۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې هېواد له لوري چمتو شوې وه؛ د هرې کورنۍ لپاره پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۶ کیلو وریژې، ۲ کیلو لوبیا، ۲ کیلو نخود، ۲ کیلو دال، ۲ کیلو عدس، ۳ کیلو بوره، ۱ ټیکری او یو جمپر شامل وو.