د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ننګرهار کې د کوټې چت پریوتو پېښې زیانمنې کورنۍ سره غمشریکي او مرسته وشوه!
یکشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د شوال پر ۷مه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په غزو کلي کې د یوه کور د کوټې چت پریوتو له زیانمنې کورنۍ سره غمشریکي ترسره او د یو شمیر خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورسره وشوه.
په یاد مرسته کې ۱ باب خیمه، ۴ تختې ترپال، د پخلنځي یو سیټ، ۶ عدده کمپلې، ۴ عدده د اوبو بوشکې، ۶ کیټه خوراکي توکي، ۱۲ پاکټه نیډو شېدې، ۲ بوتله روح افزا او یو من بوره شامل وو.