بادغیس ولایت کې ۵۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري نغدي مرسته وویشل شوه!
پنجشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ ۵۰۰ زلزله ځپلو او اړمنو کورنیو سره د نړیوال فدرېشن په مالي مرسته نغدي مرسته ووېشل شوه.
په یاده مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۹۰۰۰ نهه زره افغانۍ شاملې وې.