میدان وردګ؛ ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې
چهارشنبه، ۱۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې.
یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته د روغتیایي ستونزو د مخنیوي او د حفظ الصحې د مراعاتولو په موخه یوه روغتیایي بسته ورکړل شوه.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او روغتیايي وضعیت د ښه کولو په موخه خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.
