کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قلبي روغتون له خدماتو لیدنه وکړه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۲:۲۲
K

چهارشنبه، ۱۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د دې ادارې اړوند قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ناروغانو د درملنې له بهیر او وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو څخه لیدنه وکړه.

عمومي رئیس د لیدنې پر مهال روغتياپالانو ته لارښوونه وکړه چې د زړه سوري لرونکو ناروغانو د درملنې په برخه کې په پوره اخلاص د ناروغانو خدمت وکړي، د هغوی درملنې ته جدي پاملرنه وکړي او روغتیايي خدمتونه د مسلکي اصولو او معیارونو له مخې وړاندې کړي. 

شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور د روغتیاپالانو هڅې او خدمتونه وستایل او د ناروغانو د درملنې او روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي لپاره یې د لا زیاتو هڅو په دوام ټینګار وکړ. نوموړي ډاډ وښود، چې افغاني سره میاشت به د قلبي روغتون د خدماتو د پراختیا او د زړه سوري لرونکو ناروغانو لپاره د غوره روغتيايي اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ياد ونې وړ ده چي قلبي روغتون کې د اړمنو ناروغانو د درملنې او عملياتو ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۱۸
Background image

ارزګان؛ ۵۰۰ اړمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۶ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې ۵۰۰ اړمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

د افغاني سرې میاشتې له لوري ترسره شوې دغه مرسته د سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۲:۳۷
Background image

میدان وردګ؛ ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۲:۲۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قلبي روغتون له خدماتو لیدنه وکړه

چهارشنبه، ۱۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د دې ادارې اړوند قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ناروغانو د درملنې له بهیر او وړاندې کېدونکو. . .

BACK TO NEWS