پروان؛ تېره یوه میاشت کې څه باندې ۵ زره ناروغان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي
دوشنبه، ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پروان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۱۳۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، روغتیايي سلا مشورو او خوارځواکو ماشومانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړي دي. سربېره پر دې، ۲۸۷ تنو ته د مور او ماشوم د روغتیا اړوند خدمتونه هم ترسره شوي دي.
