د تيرې ورځې مرستې په دوام پکتيکا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري (۴۰۰) اړمنو او بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه!
نن دوشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري پر لومړۍ نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د پکتيکا ولایت د نمایندګۍ په انګړ کې د پکتيکا مرکز ښرنې بېلابېلو کليو ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د اوړو مرسته ترسره شوه.
په یاده مرسته کې چی د چین هېواد سره صلیب له لوري چمتو شوې وه هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه په نظر کی نيول شوي وو چې د سويل لویدیځ مرکزي زون رییس ښاغلی مولوي الياس خيل "ناصري" د پکتيکا نماینده ګۍ د سرې میاشتې رییس ښاغلی مولوي عارف الله "حامد" اړوندو کار کوونکو او رضاکارانو په شتون کې پر یادو اړمنو او بېوزلو کورنیو ووېشل شوه.
د یادونې وړده، چې تيره ورځ هم په يحيی خيلو ولسوالۍ کی پر ۳۰۰ اړمنو کورنيو ياده مرسته ويشل شوې وه.
