‏د مرکزي ریاست او سیمه ییزو زونونو مدیرانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ دایر شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۹:۷
خبرونه

‏د مرکزي ریاست او سیمه ییزو زونونو مدیرانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ دایر شو

نن یکشنبه د ربیع الآخر د میاشتې پر ۲۴ مه، د افغاني سرې میاشتې په مرکزي ریاست کې ددې خيريه ملي ټولنې په تخنیکي او د آی سي آر سي نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ د افغاني سرې میاشتې اړوند د مرکز او زونونو یو شمېر مدیرانو ته د نړیوال سره صلیب او سرې میاشتې د پېژندنې او د دوى د  کاري وړتياوو د لوړونې په موخه ۳ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د یاد ورکشاپ په پرانيسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په خپلو څرګندونو کې ګډونوالو ته ددې ورکشاپ پر ارزښت، اداري جوړښت او کار اهل کسانو ته سپارلو په تړاو د وینا ترڅنګ په اداره کې له خیانت او فساد څخه د مخنیوي په هکله تفصیلي وینا وکړه.
دا راز ښاغلي دلاور مدیرانو ته سپارښتنه وکړه، څو له دې فرصت څخه په سمه توګه استفاده وکړي او له ترلاسه شویو زده کړو څخه په ورځنیو چارو کې ګټه واخلي.

https://www.threads.net/@arcsafghanistan

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS