‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص ترکیه کې ددې هېواد د سرې میاشتې له اجرایوي مسؤل سره ولیدل

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۸:۳۲
‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص ترکیه کې ددې هېواد د سرې میاشتې له اجرایوي مسؤل سره ولیدل

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص ترکیه کې ددې هېواد د سرې میاشتې له اجرایوي مسؤل سره ولیدل.
ناسته کې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې د سرې میاشتو له پرلپسې مرستو مننه وکړه او د وروستۍ زلزلې له امله یې د ترکیې ولس ته تعزیت ووایه نوموړي همدا ډول د افغاني سرې میاشتې له لوري د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې، مرستونونو کې د بې سرپرسته کورنیو پر پالنه، د رواني ناروغانو په ساتنه او درملنه او له کونډو، یتیمانو او سوالګرو سره په نغدي مرستو تفصیلي خبرې وکړې.
د ترکیې د سرې میاشتې اجرائیه مسؤل د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې دوی د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو په درملنه کې لیوالتیا لري او له افغاني سرې میاشتې سره به په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي.
نوموړي همدا ډول وویل دوی به هڅه وکړي، چې د ترکیې له خیریه بنسټونو سره په ګډه له افغانستان سره د پرلپسې بشري مرستو پر منظم میکانیزم کار وکړي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۵:۳۸
Background image

د افغاني سرې مياشتې د زړه روغتون د ریاست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

پنجشنبه، ۲۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
پلازمېنه کابل کې د افغاني سرې میاشتې اړوند د زړه روغتون د ریاست بست لپاره په شرايطو برابر له ۱۶ تنو نوماندانو څخه آزموينه واخیستل شوه. 
د يادو نوماندانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲
Background image

پکتیا کې له داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان او ځاځي آریوب ولسوالیو کې له ۶۶۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نهه میلیونه او نهه سوه زره (۹،۹۰۰،۰۰۰) افغانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۳۹
Background image

بغلان؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ٢٧ جمادى الآخره ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بغلان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٣٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS