‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئول سره وکتل.

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۸:۵۶
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئول سره وکتل. 

نن سه شنبه د ربیع الآخر د میاشتې پر ۵ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئول ښاغلي نېسېفور مګېنډي او د نوموړي له نوي ګمارل شوي مرستیال ښاغلي احمد سلیماني سره د دې خيریه ملي ټولنې له لوري د روانو او نویو پروژو د مالي ملاتړ او  نړیوال فدراسیون ته د نورو ملي ټولنو له لوري د سپارل شویو نغدي مرستو په تړاو ناسته وکړه. 

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس،  ښاغلي احمد سلیماني ته په نوې دنده کې د ښه خدمت او کامیابۍ هیله څرګنده کړه او  زیاته يې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لوري افغاني سره میاشت د غورځنګ د اووه ګونو بنسټيزو اصولو په پام کې نیولو سره ټولو دولتي ادارو ته د یوې خپلواکې ملي ټولنې په توګه ور وپېژندل شوې او هېڅ څوک یې په چارو کې لاسوهنه نه کوي.
ورپسې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مسئول د افغاني سرې میاشتې پر فعالیتونو خوښي وښوده او د مرستو د دوام ژمنه یې وکړه، نوموړي وويل: " د سنګاپور هېواد له سره صلیب سره د شوې هوکړې له مخې یاد هېواد د سوري زړه ناروغانو د درملنې او چک ډيمونو د جوړونې  په برخه کې یو سل او اویا زره ډالر ( ١٧٠٠٠٠)  نغدي مرسته او همدا ډول د برتانیې هېواد د سره صلیب له لوري د سوري زړه د ناروغانو لپاره دوه سوه زره ډالر (٢٠٠٠٠٠) موږ ته راسپارل شوي، چې نږدې ورځو کې به افغاني سرې میاشتې ته په واک کې ورکړل شي."

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۹:۰
Background image

بلخ؛ ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته ۷.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار د بېلابېلو ناحیو ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته ۷.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته د ازبکستان هېواد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس او د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ښاغلي جوهانس بروور له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۵۷
Background image

پروان؛ یوې داخلي مشمولې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په مرستون کې یوې داخلي مشمولې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

په دغې مرستې کې شپږ کمپلې، شپږ توشکې، شپږ. . .

BACK TO NEWS