‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس او مرستیال يې  په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب له مسئول سره وکتل.

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۸:۱۱
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس او مرستیال يې  په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب له مسئول سره وکتل. 
نن چهارشنبه د ربیع الآخر د میاشتې پر ۶ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي الحافظ عزیزالرحمن په افغانستان کې د برتانیې هېواد د سره صلیب له مسئول ښاغلي جیرمي او مل پلاوي سره ددې خيريه ملي ټولنې له بشرپالو فعاليتونو د ملاتړ او د مرستو پر دوام خبرې وکړې. 
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د سوري زړه په رنځ د اخته ماشومانو د درملنېبرخه کې  د یاد هېواد د سره صلیب له مالي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ له نوموړي غوښتنه وکړه، څو د بې سرپرسته کونډو، یتیمانو، رواني ناروغانو او ددې خيریه ملي ټولنې د مرکزي روغتون د تجهیز په برخه کې هم مرستې ترسره کړي. 
ورپسې په افغانستان کې د برتانیې هېواد د سره صلیب مسئول د افغان ولس لپاره د افغاني سرې میاشتې له لارې خدمات اغیزمن وبلل او د مرستو د دوام ژمنه یې وکړه، دا راز نوموړي له دې خيريه ملي ټولنې سره د ۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د خپلو روانو پروژو په تړاوتفصیلي معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې نږدې ورځو کې به د افغاني سرې مياشتې سره د پېښځپلو، روغتیا، اقليمي بدلون او  مرستونونو د ودانيو د ویجاړو برخو د رغونې برخه کې به هم د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS