ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د موټرو کرایه کولو د داوطلبۍ ناستې وشوې

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۳:۱۳
n

دوشنبه، ۷ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د دې ادارې اړوند د کابل، ننګرهار، هرات، پکتیا او نیمروز ولایتونو ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د ۷ عرادو موټرو کرایه کولو په موخه د داوطلبۍ ۳ ناستې وشوې. 
د داوطلبۍ په دې ناستو کې، چې د تهيې او تدارکاتو آمریت لوري دایرې شوې وې؛ ۱۱ ترانسپورتي شرکتونو ګډون درلود، چې د اسنادو تر کره کتنې او ارزونې وروسته به د موټرو د کرایه کولو قراردادونه په شرایطو برابر ګټونکو شرکتونو ته ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

BACK TO NEWS