کونړ!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۹:۱۳
کونړ!

هېوادوالو ته د افغاني سرې مياشتې په اړه عامه پوهاوى ورکول د افغاني سرې مياشتې له مهمو فعاليتونو شمېرل کېږي، په همدې موخه، نن د ربيع الأول په ۱۹مه، کونړ ولایت مرکز په امنیه قومندانۍ کې ۲۰ نظامیانو ته یوه ورځنۍ نشراتي غونډه ترسره شوه. په ياده غونډه کې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې تاریخچه، بنسټیز اصول، نښان، څانګې او فعاليتونه مفصل شرح شول. دا چې افغاني سره مياشت هر کال د هېواد په کچه د تلې په ۲۴مه د اړمنو او پېښځپلو د لاسنيوي په موخه د مرستې راټولولو ځانګړې اونۍ پيلوي، په کونړ ولايت کې د افغاني سرې مياشتې د نماينده ګۍ رئيس د امنيه قوماندانۍ له مسئولينو وغوښتل تر څو د افغاني سرې مياشتې رضاکارانو پر وړاندې د مرستې ټيکټونو د پلورلو په وخت خنډ واقع نه شي.

k

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

BACK TO NEWS