کونړ!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۹:۲۳
کونړ!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن د پنجشنبې په ورځ کونړ ولایت ته د خپل سفر پر مهال د کونړ ولایت په مرکز کې د افغاني سرې میاشتې په ولایتي ریاست کې ۷۰۰ بې سرپرسته کونډو ته د ۵،۹۵۰،۰۰۰ افغانیو د نغدي مرستې ویش پیل کړ. نوموړي له ویش وړاندې په خپلو خبرو کې وویل "مونږ دا درد محسوسوو، چې په کوم کور کې نارینه نه وي او یا معلول وي، نو زمونږ خویندې له څومره کړاوونو سره مخ وي؛ ځکه خو اړتیا ده چې زمونږ د خویندو لاسنیوی وشي؛ مونږ پر دې کار کوو، چې له کومو لارو توانیدی شو اړمنو خویندو ته په کور کې دننه د کار او ګټې سیستمونه رامنځ ته کړو، ترڅو وکړای شي د مالدارۍ، چرګانو ساتنې یا کرنې له لارې خپله کورنۍ وپاللی شي". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "دا زمونږ لومړیتوب دی، چې څنګه اړمنې خویندې نورو ته له لاسنیوي وژغورو او په خپلو کورونو کې یې د وړو کاروبارونو څښتنانې کړو ترڅو وکړای شي د خپلو بچیو خوراک او پوښاک او د زده کړو لګښتونه په خپلو هڅو چمتو کړي". نوموړي وویل "ډېری هېوادوال له یو لړ اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ هېوادوالو تېر ۴۰ کلونه په ډېرو کړاوونو کې تېر کړي، چې په دوی کې ډېره برخه د بېوزلو ښځو ده".

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۱۹
Background image

پکتیا کې پر ۶۰۰ بېځایه شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې پر ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۶
Background image

خوست کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۵۰
Background image

ميدان وردګ؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

سې شنبه، ١٣ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ميدان وردګ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٨٣٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS