کونړ کې زلزله ځپلو کورنیو ته د ۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچنيو کاروبارونو اړوند توکي ووېشل شول
پنجشنبه، ۲۰ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل او څوکۍ ولسوالیو ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ځان بسیاینې په موخه د ۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو اړوند توکي ووېشل شول.
دغه مرسته د ډنمارک سره صلیب په مالي ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې ۱۷۹ کورنیو ته هرې کورنۍ ته ۳ وزې، ۶ کورنیو ته هرې کورنۍ ته ۳۶ چرګان او ۱۵ کورنیو ته د خیاطۍ اړوند توکي ورکړل شول.
تمه ده، دغه مرسته به د یادو کورنیو لپاره د عاید دوامداره سرچینې برابرې او پر نورو د هغوی تکیه راکمه کړي.
د یاد پروګرام له مخې هرې کورنۍ ته د ۲۸ زره افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو اړوند توکي ورکړل شول.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د معیشتي مرستو له لارې د ځان بسیاینې او دوامدار عاید زمینه برابره کړي.
