کونړ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۴۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه!
د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې ۴۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې د رضاکارانو او کارکوونکو له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشل وشوه.
یاده مرسته چې د ترکیې له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، ۵ کیلو نخود، ۳ کیلو دال، ۵ کیلو د کولچو اوړه، لس قلمه ژمنۍ البسه او د رومیانو رُب شامل وو.