کونړ ولایت کې ۷۶۲ تنه زده کونکو ته ښوونیز خدمات
کونړ ولایت کې ۷۶۲ تنه زده کونکو ته ښوونیز خدمات
د افغاني سرې میاشتې اړوند د کونړ ولایت ښوونیز مرکز د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ۷۶۲ زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي، لیک لوست، ریاضي، انګلیسي او کمپيوټر برخو کې د زده کړو زمينه برابره کړې.
یاده موده کې ۸۱ تنه زده کونکي د زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ او پاتې ۶۸۱ تنه لا هم په زده کړو بوخت دي.