کونړ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري (۵۰۰) اړمنو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۰:۳
جمعیت هلال احمر افغاني در ولایت کونر برای ۵۰۰ خانواده نیاز مند و فقیر مواد غذایی و غیر غذایی مساعدت نمود!

د شنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب پر ۲۸ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ ۵۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.

یاده مرسته چې د ترکیې هېواد له لوري چمتو شوې وه هرې کورنۍ ته په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۶ لیټره غوړي، ۱ قوطی کنسرلوبیا، ۱ قوطی کنسر نخود، ۶ کیلو وريژې، ۵ کیلو اومه نخود، ۱.۵ کیلو سیمیان، یوه کیلو مکرونی او غیر خوراکي توکو کې ۵ جوړه د ماشومانو دریشیانې، ۴ جوړه د نجونو جامې، ۵ جوړه دستکشې او ۱۳ جوړه جرابې شامل وو، دختیځ زون دهمغږۍ رییس ښاغلي میا حفیظ الدین( قمري) ، د نمایندګۍ رییس ښاغلي عصمت الله ( کمالي) او د ترکیې هېواد استازو په شتون کې ووېشل شول.

 

جمعیت هلال احمر افغاني در ولایت کونر برای ۵۰۰ خانواده نیاز مند و فقیر مواد غذایی و غیر غذایی مساعدت نمود!

 

جمعیت هلال احمر افغاني در ولایت کونر برای ۵۰۰ خانواده نیاز مند و فقیر مواد غذایی و غیر غذایی مساعدت نمود!

 

جمعیت هلال احمر افغاني در ولایت کونر برای ۵۰۰ خانواده نیاز مند و فقیر مواد غذایی و غیر غذایی مساعدت نمود!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۷:۴۴
Background image

هرات؛ ۳۷ رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لویدیځ زون په کچه په هرات ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۷ تنه نارینه ناروغان تر بشپړې درملنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د پروژو د اغېزمن مدیریت او معياري پروپوزل ليکنې په اړه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان‌ جوړونې آمریت له لوري د پروژو د پرمختللي مدیریت، پروپوزل لیکنې، څارنې، ارزونې، حساب‌ ورکونې او زده‌ کړې په برخو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS