کونړ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لورې ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته و شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۹:۴۶
هلال احمر افغانی در ولایت کنر با ۳۰۰ خانواده زلزله زده مواد غذایی و غیر غذایی مساعدت نمود

د بشري مرستو په دوام افغاني سرې مياشتې نن سه شنبه د ربيع الاول په لومړۍ نېټه د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ترکيې هېواد له لورې چمتو شوي خوراکي او غير خوراکي توکي ووېشل.

ياده مرسته کې ٢٠٠ کورنيو ته خوراکي او غير خوراکي توکي او پاتې ١٠٠ کورنيو ته یواځې خوراکي توکي شامل وو.

د خوراکي توکو په بسته کې هرې کورنۍ ته؛ ۲۰ کیلو وریژې، ۱۰ لېتره غوړي، ۱۰ کیلو لوبیا، یو کیلو شین چای، ۴کیلو بوره، ٦ پاکټه بیسکیټ، ۴ کیلو مکرونی، ‏٢ قوطى روب او د غیر خوراکي توکو په بسته کې؛ يوه خېمه، يو ترکی فرش، ٦ ترکی کمپلې، يو د پخلنځي سیټ، ٢ ترپالونه، دوه جوړه ترکۍ جامې، ٢ څادر، ٤ جوړه بوټونه، ٢ د اوبو بوشکې او يو پتنوس شامل وو.‏د ژمې په را رسېدو سره زلزله ځپلې او اړمنې کورنۍ لا نورو بشري مرستو ته اړتیا لري، چې د مرستو دې لړۍ ته به ګډه دوام ورکوو.

 

هلال احمر افغانی در ولایت کنر با ۳۰۰ خانواده زلزله زده مواد غذایی و غیر غذایی مساعدت نمود

 

هلال احمر افغانی در ولایت کنر با ۳۰۰ خانواده زلزله زده مواد غذایی و غیر غذایی مساعدت نمود

 

هلال احمر افغانی در ولایت کنر با ۳۰۰ خانواده زلزله زده مواد غذایی و غیر غذایی مساعدت نمود

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS