کنړ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۴۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
نن دوشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۴ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کنړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ ۴۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د ترکیې هېواد له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته پکې ۲۵کیلو اوړه، ۵ کیلو نخود، ۳ کیلو دال، ۵کیلو د کلچو اوړه، ۱ قوطی رُب او ۱۰ قلمه ژمنۍ البسه شامل وو.