کنړ ولایت کې افغاني سرې میاشتې ۲۰ رضاکارانو او ۱۵ د لوړ عمر لرونکو مېرمنو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو روزنه ورکړه!
د افغاني سرې میاشتې د روغتیا د څانګې د کارکوونکو له لوري کونړ ولایت کې شاوخوا ۱۵ تنو د لوړ عمر لرونکو مېرمنو ته په سیمه کې د روغتیا ساتنې د رواجونې په موخه او ۲۰ تنه نارینه رضاکارانو ته په بیړني حالت کې د اوبو د تصفیې او ذخیره کولو په اړه درې ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.