کندهار
افغاني سره میاشت هوډ لري د روغتیا ساتنې په موخه په جنوبي ولایتونو کې لسګونه زرو وګړو ته د ځان او لاسونو د وینځلو صابونونه وویشي، چې تر دا مهاله یې په هلمند او کندهار ولایتونو کې لسګونه زره صابونونو ویشلي. تېره ورځ د کندهار ولایت د پنحوایي ولسوالۍ په کوچیانو، نوروزو، خروټي، صالحانو او معیوبینو کلیو کې د افغاني سرې میاشتې د لومړنیو مرستو د مدیریت له لوري ۶۰۰۰ وګړو ته یاد صابونونه وویشل شول.