کندهار:
د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ ۲۸ سیلاب ځپلو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۸۰۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.
یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
تېره ورځ هم د یادې ولسوالۍ ۲۵۱ سیلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرسته ویشل شوې وه.
