کندهار کې ۳۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه
نن یو ځل بیا د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. په یاده ولسوالۍ کې تېره ورځ هم ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته ویشل شوې وه.
په نننۍ ویشل شوې مرسته کې ۸۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ کیلو لوبیا، ۶ کیلو بوره، ۶ کیلو دال، ۱۰ لیتره غوړي او یوه بړستن شامل دي.