کندهار او ننګرهار ولایتونو کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه څه کم ۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۸:۵۱
خبر

کندهار او ننګرهار ولایتونو کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه څه کم ۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

نن دوشنبه د رمضان د میاشتې پر ۲۴مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د برېتانیا د سره صلیب په مالي همکارۍ د کندهار ولایت د ښار په ګډون په میوند او ژړۍ ولسوالیو کې پر ۲۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه په لومړي پړاو کې په ټوله کې درې میلیونه (۳،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ او د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار اړوند د نهه ګونو ناحیو پر ۱۲۰ اړمنو او بېوزله کورنیو په دوهم پړاو کې په ټولیزه توګه یو میلیون او اته سوه زره (۱،۸۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۵،۰۰۰ افعانۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۳۵
Background image

پکتیا او نورستان کې له ۷۵۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت، ډنډِ پټان او ځاځي آریوب  ولسوالیو کې له ۶۰۰ او د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې له ۱۵۰ داخلي بېځایه شوو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۱۹
Background image

غزني؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت د نماینده ګۍ ۲۵ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او نغدو پیسو لېږد تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۱:۱۸
Background image

نيمروز؛ د زرګونو اړمنو هېوادوالو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

دوشنبه، ٢۶ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د نيمروز ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٧٧٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS