کندز کې ۴۰۰ نورو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه
نن د جمعې په ورځ د کندز ولایت په چهار دره ولسوالس کې ۴۰۰ وچکالۍ ځپلو او بې سرپرسته کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
په یاده مرسته کې ۳ کارتنه خوراکي توکي، ۴ بوجۍ اوړه، یوه بکسه ژمنۍ البسه او دوه بړستنې شاملې دي.