کاپیسا!

د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس مولوي مطيع الحق خالص د مرکزي ریاست رییسانو په ملتیا او د ولایتي مجامع ۷۰ تنه غړو په ګډون کاپیسا ولايت کې د ولايتي مجامع پرانیسته وکړه. غونډه کې د افغاني سرې مياشتې ریيس مولوي مطيع الحق خالص د یادې ټولنې کړنو، د ولايتي مجامعو په اهميت، د خلکو او سرې مياشتې ترمنځ اړيکو اړوند ګډونوالو ته هر اړخيزه وينا وکړه، او ډاډ يې څرګند کړ چې د ولايتي مجامع په ايجاد سره به د افغاني سرې مياشتې او خلکو ترمنځ اړيکې لا پياوړې شي. ورپسې په مرکزي ریاست کې د ولايتي مجامع ریيس مولوي محمد طيب مبارک د غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې وویل " موږ تل هڅه کړو چې دا لړۍ پیاوړې کړو او د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې یادې شوراګانې جوړې او پیاوړې کړو".

