کابل:
نن د اختر په دویمه کابل ښار ۸۵۰ کورنیو، د امام بخاري او د علاوالدین د دارالیتامونو ۱۰۰ یتیمانو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د اختر په مناسبت تازه غوښه وویشل شوه. د یادې غوښې مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۵ کیلو غوښه ورکړل شوه.