کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري (۱۲۲۵) اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۰:۱۸
روند مساعدت برای ۱۲۲۵ خانواده نیازمند در ولایت کابل اغاز گردید!

نن یکشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب پر ۲۹ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل ولایت د نمایندګۍ په انګړ کې د بېلابېلو ناحیو د ۱۲۲۵ اړمنو او بېوزله کورنیو له ډلې ۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

په یاده مرسته کې د چین هېواد د سره صلیب له لوري ۵۰ کیلو اوړه او دافغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۴ چکۍ صابون، ۵ کیلو بوره او ۲ کیلو مالګه چمتو شوي وه، د شمال لویدیځ مرکزي زون رییس ښاغلی مولوي حیات الله "صاپی" د کابل نماینده ګۍ د سرې میاشتې رییس ښاغلی مولوي عبدالله "حماد" اړوندو کار کوونکو او رضاکارانو په شتون کې پر یادو اړمنو او بېوزلو کورنیو ووېشل شوه.

د یادونې وړده، چې د دې مرستو لړۍ به هره ورځ ۳۰۰ کورنیو ته د مرستو په وېش سره پای ته ورسېږي.

 

روند مساعدت برای ۱۲۲۵ خانواده نیازمند در ولایت کابل اغاز گردید!

 

روند مساعدت برای ۱۲۲۵ خانواده نیازمند در ولایت کابل اغاز گردید!

 

روند مساعدت برای ۱۲۲۵ خانواده نیازمند در ولایت کابل اغاز گردید!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کابل کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

شنبه، ١٧ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٦٧٥٤ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۲۳
Background image

سرپل کې له سېلاب‌ ځپلې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په هجده بالا کلي کې له یوې هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله سېلاب‌ ځپلې وه، نغدي مرسته ترسره شوه. . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۱۱
Background image

پکتیا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د کلینیکونو د آمرینو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ بشپړ شو

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ ییز زون په کچه په پکتیا ولایت کې د ۵ ولایتونو د ثابتو کلینیکونو آمرینو ته د ساري ناروغیو تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS