کابل ولايت کې ۲۴۹۶۸ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!

کابل ولايت کې ۲۴۹۶۸ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د کابل ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۷۲۳۸ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۷۳۶ تنو ټپیانو پانسمان، ۶۷۷۲ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۷۰۰۴ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۱۰۳۵ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۱۶۱۵ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۵۶۸ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.