کابل؛ پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو شل میلیونه افغانۍ مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۱۵
کابل؛ پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو شل میلیونه افغانۍ مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۲۴ رجب ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي مرستون کې د کابل ښار بېلابېلو ناحیو ته په راستونو شوو ۱۰۰۰ کډوالو کورنیو د لومړنيو اړتیاوو پوره کولو په موخه ټولټال ۲۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته شل زره افغانۍ ورکړل شوې.
یاده نغدي مرسته د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د مرکزي څانګو یو شمېر رئیسانو، د مقام سلاکارانو او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مسؤول ښاغلي حسام فیصل په حضور کې مستحقو کورنیو ته ورکړل شوه.
د مرستې د وېش پر مهال ښاغلي عمومي رئیس هېواد ته د راستنو شوو کډوالو په راتګ خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ، چې ژوند به یې نور په امن کې وي او ستونزو ته به یې پر وخت رسېدنه وشي. نوموړي زیاته کړه چې افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو د راستنېدونکو کډوالو او اړمنو کورنیو د ژوند د ښه والي لپاره لا زیاتې بشري مرستې راجلب او په شفاف ډول ووېشي.
په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر ښاغلي حسام فیصل په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې له لارې د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او لاسنيوي ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه: "که څه هم په نړیواله کچه بشري مرستې کمې شوې دي، خو زموږ هڅه دا ده؛ څو د بې‌ سرپرسته، اړمنو او راستنېدونکو کډوالو کورنیو لپاره له بېلا بېلو سرچینو څخه لا ډېرې بشري مرستې تر لاسه کړو او د افغاني سرې میاشتې په واک کې ورکړو."
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغاني سرې میاشتې له لوري په یو شمېر ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو سره د خوراکي توکو، غیر خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې ترسره شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۷:۳۷
Background image

په میدان وردګ کې ۲۵ کارکوونکو او رضاکارانو د پېښو مدیریت روزنه ترلاسه کړه

سې شنبه، ۲۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د میدان وردګ د ریاست په نماینده‌ ګۍ کې ۲۵ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۷:۲۳
Background image

پنجشېر او کاپیسا کې ۱۰۰۰ اړمنو او راستنو شوو کورنیو سره ژمنۍ مرسته وشوه

سې شنبه، ۲۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په پنجشېر او کاپیسا کې ۱۰۰۰ اړمنو او راستنو شوو کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه، چې په هر ولایت کې ۵۰۰ کورنۍ شاملې وې.
په مرسته کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

هرات؛ پر ۱۵۰ بې سرپرسته کورنیو د ځان بسياینې لپاره ۳.۹ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

سې شنبه، ۲۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په هرات کې پر ۱۵۰ راستنو شوو بې‌ سرپرسته کورنیو د ځان‌ بسياینې او کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره ۳.۹ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته. . .

BACK TO NEWS