کابل؛ د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز افغاني سرې میاشتې ته د روژې په مناسبت ۱۰۰ ټنه خرما وسپارله

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۰:۳۱
k

چهارشنبه، ۲۳ شعبان ۱۴۴۷
د سعودي عربستان د شاهي هېواد د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د روژې میاشتې په مناسبت، له اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د مرستې په موخه افغاني سرې میاشتې ته ۱۰۰ ټنه خرما وسپارله.
د مرستې د سپارلو په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، په افغانستان کې د سعودي سفارت مرستیال ښاغلي علي محمد الحصان او د ياد مرکز مشر ښاغلي فهاد سعد القحطاني ګډون درلود.
د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ورور هېواد سعودي عربستان له دوامدارو مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې ياد هېواد تل په سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ پاتې شوی، او افغان ولس یې یوازې نه دی پرېښی. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د افغاني سرې مياشتې سره کېدونکي مرستې په بشپړ شفافيت وېشل کېږي.
ورپسې د سعودي عربستان مرستیال سفیر په خپلو خبرو کې ډاډ وښود، چې هېواد یې په هر ډول حالاتو کې د افغانانو  لاسنیوي ته ژمن دی او د بشري مرستو د پراختیا په برخه کې به خپلې هڅې روانې ساتي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS