کابل؛ د زلزلې پر مهال د ځان خوندیتوب په اړه مسلکي روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

سې شنبه، ۱۶ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت اړوند د آرزان قېمت د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز زده کوونکو ته د زلزلې پر مهال د ځان ساتنې او د عامه پوهاوي په موخه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ وړاندې شو.
ورکشاپ کې ګډونوالو ته د زلزلې پر مهال د چټکو، مؤثرو او خوندي غبرګونونو د څرنګوالي په اړه لازم معلومات ورکړل شول، څو وکولای شي په بېړنیو حالاتو کې نه یوازې خپل ځانونه وژغوري، بلکې د نورو خلکو د ژغورلو سبب هم وګرځي.