کابل؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه
شنبه، ۸ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په قلعه وزیر سیمه کې یوې هغې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه، چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي زيان اوښتى و.
په دغې مرسته کې یوه خېمه، شپږ کمپلې، دوه ترپالونه، د پخلنځي د توکو یو سیټ او د اوبو دوه بوشکې شاملې وې.
دا توکي د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه زیانمنې کورنۍ ته ورکړل شول.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
