کابل؛ دیني عالمانو ته د اسلام او نړیوال بشرپال قانون تر عنوان لاندې روزنیز ورکشاپ ترسره شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۳:۵۱
K

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د حقوقي ریاست په نوښت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ، په کابل کې د یو شمېر دیني مدارسو، ملکي او نظامي ادارو ۳۵ تنو دیني عالمانو ته د اسلام او نړیوال بشرپال قانون تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ورکړل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد رئیس، شیخ الحدیث احمد نور حنیف، د ورکشاپ د موضوع په اړه وینا وکړه، نوموړي وویل چې افغاني سره میاشت د اسلامي او بشري ارزښتونو پر بنسټ بې‌ سرپرستو، اړمنو او د پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته بشري مرستې او اړین خدمات وړاندې کوي. هغه ټینګار وکړ چې دیني عالمان د بشرپالنې، همکارۍ او انساني ارزښتونو د ترویج او عامه پوهاوي د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

ورپسې د دینې عالمانو په استازولۍ ښاغلي ډاکټر دلاور سېلاب د ورکشاپ ګډونوالو ته په خپله وینا کې د اسلامي شریعت او نړیوال بشرپال قانون د اصولو او لارښوونو، د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب، انساني کرامت د رعایت او د اسیرانو د حقوقو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د یادو اصولو رعایت یې د ټولو اړخونو ګډ مسؤولیت وباله.

په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د سرو میاشتو او سرو صلیبونو د نړیوال غورځنګ د تاریخچې، پېژندنې او همدا ډول د اسلام او نړیوال بشرپال قانون د اصولو، موخو او علمي ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۶:۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د VSD ناروغانو ٨ عملیاتونه ترسره شول

سې شنبه، ٨ جمادى الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې اړوند قلبي روغتون کې د زړه د بطینونو ترمنځ د پردې د نقیصې یا سوري (VSD) لرونکو ۸ ماشومانو عملیات ترسره شول.

د یاد روغتون د فعالیتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

ننګرهار؛ پر ۱۰۰۰ اړمنو بزګرانو ۲۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر ۱۰۰۰ اړمنو بزګرانو ۲۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د سره صلیب نړیوالې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۵
Background image

پروان؛ ۱۴۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

دوشنبه، ۷ جمادی الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د شینواري، سیاه ګرد او بګرام ولسوالیو ۱۴۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS