پکتیکا
افغاني سرې میاشتې د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې ٥٠٠ زلزله ځپلو کورنیو ته د نغدي مرستې له ویش وروسته د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ٥٠٠ زلزله ځپلو کورنیو ته ٥ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وویشله، چې هرې کورنۍ ته په کې ١٠٠٠٠ افغانۍ ورکړل شوې.افغاني سرې میاشتې له دې وړاندې هم د برمل ولسوالۍ زلزله ځپلو کورنیو ته پر خو اکي او غیر خوراکي توکو سربېره څو ځل نغدي مرسته ویشلې ده.
