پکتیکا!
د افغاني سرې میاشتې کتلوي معافیت ګرځنده روغتیایي ټیم د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ مختلفو کلیو کې ناروغانو ته په وړیا ډول روغتیایې خدمات وړاندې کوي. یاد ټیم د روانې میاشتې په ترڅ کې ۹۵۰ ناروغان معاینه او تداوي کړي، ۲۵۰ تنو ته یې مختلف ډوله واکسینونه تطبیق کړي. همدارنګه یې ۹۵۰ تنو ته د روغتیا ساتنې اړوند زده کړې ورکړي.
