پکتیکا کې ۵۰۰ بېوزله کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۰:۱۰
pk

سې شنبه، ۹ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه د پکتیکا ولایت د نعمت آباد ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو له ۵۰۰ اړمنو او داخلي بېځایه شوو کورنیو سره ۴۲.۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره او خُرما په کې شامله وه.
دغه مرسته به د یادو کورنیو لپاره د لنډمهاله خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې مهم نقش اداء کړي.
افغاني سره میاشت له هر ډول توپیر پرته اړمنو او پېښځپلو هېوادوالو ته بشري خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۶:۳
Background image

پنجشېر کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو د روژې په مناسبت خُرما ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۲ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري پنجشېر ولایت کې پر ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشل شوه.
دغه مرسته چې د روژې په مناسبت ترسره شوه، موخه یې په دې مبارکه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۵:۱۹
Background image

د روژې په مناسبت؛ کاپیسا کې ۵۰۰ راستنې شوې کورنۍ له ۴۰ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۱۲ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کاپیسا ولایت کې له ګاونډیو هېواد څخه پر راستنو شوو ۵۰۰ کورنیو ۴۰ ټنه خوراکي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸۰ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۹
Background image

د افغاني_سرې_میاشتې ۹۲ يمه ګڼه مجله خپره شوه

د افغاني سرې میاشتې درې‌ مياشتنۍ #مجله، چې ددې ادارې د فعالیتونو، عامه پوهاوي او اړوندو معلوماتي مطالبو لنډ او منظمې برخې پکې ځای پر ځای شوي، تازه له چاپه راووته.
لوستونکي کولای شي، دا. . .

BACK TO NEWS