پکتیا کې له یوې سیلاب ځپلې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه!
نن دوشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د شوال پر ۹مه د افغاني سرې میاشتې له لوري هغه کورنۍ ته چې د وروستیو سیلابونو له امله ځپل شوې وه،د غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
په یاده مرسته کې اووه کمپلې، یو د اشپزخانې کیټ، یو تخته ترپال او دوه دانې د اوبو بوشکې موجودې وي.