په کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۰۰ کورنۍ له مرستو برخه مندې شوې!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۱ - ۹:۵۰
١٠٠ خانواده بی بضاعت از مساعدت جمعیت هلال احمرافغانی مستفید شدند!

نن د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لېندۍ پر ۱۰مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رييس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له لوري د اسیا لپاره د فدرېشن رییس ښاغلي الکساندر او د مرکزي دفتر یو شمېر رییسانو په شتون کې د کابل ښار له ۱۰۰ بېوزله کورنیو سره دوه میاشتنۍ خوراکي توکي (۱۰۰ کیلو اوړه، ۴۹ کیلو وریژې، ۲۰ لېټره غوړي، ۱۴ کیلو لوبیا، ۲ کيلو چای، ۱۰ کیلو بوره او ۲ پاکټه بسکټ) د سرې میاشتې د کابل نماینده ګۍ په انګړ کې ووېشل شول.

د سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس مولوي مطيع الحق خالص د یادو خوراکي توکو د وېش پر مهال وویل، چې "مونږ نن سلو بېوزله کورنیو سره چې کونډې او بېوسه کسان په کې شامل دي؛ د نړیوال فدرېشن په مرسته د دوه میاشتنيو خوراکي توکو مرسته کوو او د نړیوال فدرېشن له همکارۍ څخه مننه کوو".

د اسیا نړیوال فدرېشن مشر ښاغلي الکساندر وویل، چې "په هر هېواد کې ملي ټولنې خپلې دندې پېژني او خپل بشرپال خدمات وړاندې کوي او نړېوال فدرېشن له دوی سره مرستې کوې، مونږ نن له ۱۰۰ بېوزله کورنیو سره د مرستو شاهدان یو او ډېر ژر به له نورو بېوزلو کورنیو سره هم د سرې مېاشتې له لارې مرستې ترسره کړو".

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۹:۱۸
Background image

لوګر؛ سلګونه کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرکز پل‌علم په بېلابېلو سیمو کې سلګونو کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.

دغه پروګرام، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۸:۴۱
Background image

بلخ؛ پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او د مزارشریف ښار د يو شمېر ناحیو پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۶:۴۱
Background image

نورستان؛ ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملک سلمان د. . .

BACK TO NEWS