په پنجشیر کې له ٦٠٠ کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولڼې د پنجشیر څانګې له لوري د روان ١٣٩٩ لمریز کال د لیندۍ پر ٢٢ نېټه، په عنابه، رخه، خنچ او دره ولسوالیو کې له ٦٠٠ اړمنو کورنیو سره؛ د اووه قلم خوراکي توکو(وریژو، غوړیو، لوبیا، چایو، بورې، مالګې او بسکویټو) مرسته وشوه.