په هلمند ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه!
نن شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې د میاشتې پر ۳۰ نېټه د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري شوې مرسته دافغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په هلمند ولایت کې ۳۰۰ وچکالۍ ځپلو او داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته، چې په کې وریژې، غوړي، بوره، روب، دال نخود، ژمني توکي او دوه کمپلې شاملې وې ووېشل شوه.