په هرات کې رضاکاره مېرمنو ته د پرځانبساینې پروګرام!
د بیلابیلو جامو د ګنډلو مهارتونه، خیاطي او د انفرادي سوداګرۍ حرفوي ښوونیز پنځه میاشتني پروګرامونه د کابل مرستو له لوري د اړمنو او کونډو مېرمنو د پرځانبساینې په موخه د هرات په ګډون د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې پر لاره اچول شوي دي؛ چې په پای کې به د یاد پروګرام څخه ټولو فارغ شویو مېرمنو ته د خیاطۍ ماشین، د خیاطۍ میز او نور ټول اړین توکي د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په وړیا ډول ورکول کیږي.