په لوګر کې پر ٥٢ سوالګرو کورنیو نغدې مرستې ووېشل شوې

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۲۱:۳۹
خبرونه

په لوګر کې پر ٥٢ سوالګرو کورنیو نغدې مرستې ووېشل شوې

شنبه، ٣ ذوالحجه ۱۴۴۶
 د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر کې له ۵۲ سوالګرو کورنیو سره د ۲۴۳ زره افغانیو نغدي مرستې ووېشل شوې، دغه مرستې د عزيزي بانک له لارې ورکړل شوې. 

یادې کورنۍ چې له سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون په همغږۍ له مرکز او ولسوالیو څخه راټولې شوې وې، تر  مستحق پېژندو وروسته ورته د بانکي حسابونو په جوړېدو سره د ثور میاشتې مرسته نن ووېشل شوه.

په مرسته کې ګڼ نفوس لرونکو ۴۵ کورنیو ته د کورنۍ په سر ۵۰۰۰،  منځني نفوس لرونکو دوو کورنيو ته ۴۰۰۰ او پنځو کم نفوس لرونکو ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

ياده  مرستې چې  هره میاشت د بانکي حسابونو له لارې دوى ته حواله کېږي، موخه يې د بې وزلو ملاتړ او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه والی دى.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۹:۵
Background image

پکتیا؛ د اقتصادي خونديتوب په اړه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

شنبه، ۲۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په پکتیا ولایت کې د سویل ختیځ زون د شپږو نمایندګیو ( پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، لوګر او ميدان وردګ) د حوادثو او سروې مدیرانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۳
Background image

میدان وردګ؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۲۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په زیبداغ کلي کې له هغې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه، چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي زیان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۵۲
Background image

پکتیکا کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۲ ربیع الأول ١۴۴۸

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پکتیکا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۵۲۱۹ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS