په درې ورځو کې په کندهار کې د سرې میاشتې له لوري له ۱۵۰۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۵ - ۱۶:۵۱
په درې ورځو کې په کندهار کې د سرې میاشتې له لوري له ۱۵۰۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې!

د کندهار ولایت د ښار په نهمه ناحیه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري په تېرو درې ورځو کې له ۱۵۰۰ وچکالۍ ځپلو، جنګ ځپلو، بې ځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو سره د سرې میاشتې له لوري د جنوب زون د رییس ښاغلي اختر محمد خادم او د کندهار د نمایندګۍ د رییس ښاغلي فیض الله فیضي په شتون کې د خوراکي توکو مرسته وشوه. ټاکل شوې ده، چې په روانو څو ورځو کې به په کندهار ولایت کې ۲۵۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته هم هره ورځ د ۵۰۰ خوراکي توکو بستې وویشل شي.

په یاده مرسته کې اته قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۳ کیلو مالګه او ۱ پاکټ BP5 بکسټ شتون لري. یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې او ټاکل شوې، چې له مهالوېش سره سم به له کندهار وروسته په هلمند ولایت کې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته او همدا رنګه په ارزګان کې به هم ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته وویشل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

هرات؛ ۱۳۹ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۲۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ښار په شیدایي سیمه کې ۱۳۹ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې.

یادې روغتیایي بستې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ په قلبي روغتون کې ۲۷ رضاکارانو د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو لپاره ۱۰ زره سي‌ سي وینه ورکړه

شنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست په نوښت، د مرکزي دفتر، ارزان‌ قېمت او خیرخانې مېنې د ښوونیزو مرکزونو ۲۷ رضاکارانو د دې ادارې په قلبي روغتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴
Background image

لوګر؛ ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۲۷ ربیع الآخر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د لوګر ولایت د مرکز پل علم او د محمدآغې، څرخ او خوښۍ ولسوالیو ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۱ میلیونه او ۱۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

دغه. . .

BACK TO NEWS