په بادغیس ولایت کې له «١١٠٠» کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې نقدي مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بادغېس څانګې له لوري د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ٦ نیټه د یاد ولایت د مقر او آبکمريولسوالیو له ”١١٠٠“ اړمنو، بې وزله او بې ځایه شویو کورنیو سره؛ د نقدو پیسو (له هرې کورنۍ سره ٥٠٠٠ افغانۍ) د مرستې لړۍ پیلشوه چې په څو راتلونکو ورځو کې به بشپړه شي.