په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۹۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!
د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې د میاشتې پر ۲۹ او ۳۰ نېټه په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې له ۹۰۰ اړمنو، وچکالۍ ځپلو، کورني بېځایه شوو، کورنیو سره دخوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه. یاده مرسته، چې د ترکیې هېواد له لوري چمتو شوې وه ۲۵ کیلو اوړه او یوه بسته، چې په کې وریژې، غوړي، لوبیا، نخود، مکروني، روب، بوره، بیسکېټ او ژمني توکي شامل و ووېشل.