په افغانستان کې د ام  ټي ان مخابراتي شرکت د خیریه بنسټ له لوري افغاني سرې میاشتې سره  پینځه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۱۴:۲۱
بنیاد خیریه شرکت مخابراتی ام تی ان در افغانستان با جمعيت هلال احمر افغانی مساعدت نقدی نمود!

نن سه شنبه د ذوالحجه الحرام  پر ۶مه په افغانستان کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت د خیریه بنسټ له لوري افغاني سرې میاشتې ته  د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه ۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وسپارل شوه.

یاده نغدي مرسته د ام ټي ان مخابراتي شرکت د رییس ښاغلي هدایت الله ذاهد په لاس د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ته وسپارل شوه.

د مرستې د سپارلو پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د یاد خیریه بیسټ له استازو مننه وکړه او یاد عمل یې له پېښځپلو او اړمنو کورنیو سره د مرستو او لاسنیوي په برخه کې یو غوره  عمل وباله.

ورپسې د ام ټي ان شرکت رییس ښاغلي هدایت الله ذاهد په خپلو خبرو کې وویل؛ افغاني سره میاشت یواځينۍ د باور وړ مرجع ده، چې کولای شي مرستې په پوره رونټيا سره تر زلزله ځپلو او اړمنو کورنیو ورسوي.

 

بنیاد خیریه شرکت مخابراتی ام تی ان در افغانستان با جمعيت هلال احمر افغانی مساعدت نقدی نمود!

 

بنیاد خیریه شرکت مخابراتی ام تی ان در افغانستان با جمعيت هلال احمر افغانی مساعدت نقدی نمود!

 

بنیاد خیریه شرکت مخابراتی ام تی ان در افغانستان با جمعيت هلال احمر افغانی مساعدت نقدی نمود!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

BACK TO NEWS