پنجشېر کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه
شنبه، ۱ صفر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د رُخې ولسوالۍ د پیاوشت کلي له ۶ سېلاب ځپلو کورنیو سره څلور قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته یو ترپال، ۵ کمپلې، ۱ سیټ د پخلنځي توکي او یوه د اوبو بوشکه ورکړل شوه.
همدا راز د یادو کورنیو له جملې له یوې کورنۍ سره د یوې خېمې مرسته هم ترسره شوه.
